د کابل ښار اړوندو ښوونځیو مسئولینو لپاره د احصائیې راټولولو د مېتودونو په اړه مسلکي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۰:۱۵
sdg

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د کابل ښار ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو اړوندو رسمي او خصوصي ښوونځیو ۱۶۵۰ تنو آمرینو او مسئولینو ته د ښوونکو، زده کوونکو او نورو اړینو معلوماتو اړوند د احصائیې راټولولو مسلکي سیمینار پرانیست.

په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین سربېره، د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د کابل ښار پوهنې ریاست چارواکو، د ښوونیزو ناحیو مسئولینو، د احصائیې او معلوماتو ریاست کارپوهانو هم ګډون درلود.

په پيل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د ښوونیزو بنسټونو مسئولینو لپاره د دغه ډول سیمینارونو د جوړولو اړتیا او اغېز ته په اشارې سره وویل: د یاد سیمینار اساسي موخې د دقیقې احصائیې په تړاو د ښوونیزو بنسټونو د مسئولینو د کاري وړتیاوو لوړول، ګډون والو ته د مسئولینو، استادانو او زده کوونکو په اړه د معلوماتو راټولولو د نویو طریقو ښودل او آمرینو سره د احصائیې په فارمټونو کې د رامنځته شویو بدلونونو په اړه د نویو معلوماتو شریکول دي.

همدارنګه نوموړي د دقیقې احصائیې او معلوماتو په راټولولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دقیقه احصائیه په پرېکړو کې مهم رول لوبوي او په چاروکې د روڼتیا، د سرچینو د بې ځایه مصرف څخه د مخنیوي او په چارو کې د لاښه پرمختګ سبب ګرځي.

ورپسې د معلوماتو او احصائیې ریاست یو شمېر مسئولینو او کارپوهانو هم د موضوع په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او له ګډون والو یې وغوښتل، چې د دغه سیمینار له علمي او مسلکي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

مراسم د ټاکل شوې آجنډا سره سم د کارپوهانو له خوا په پرېزنټېشنونو سره پیل شول او ټاکل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لوګر ولایت ښوونځیو ته د اداري او درسي وسایلو وېش پیل شو

د لوګر ولایت په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د ۹ قلمه اداري او درسي وسایلو وېش د پوهنې وزارت په همکارۍ د یو مرستندوی بنسټ له لوري پیل شو، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۳ تنو هغو ماشومانو څخه چې له کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د پوهنې مسئولینو په حضور کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۳۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند «ده‌غوچي» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د خلکو په مالي ملاتړ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د یادې پروژې لومړنی لګښت له یو میلیون. . .

BACK TO NEWS