د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د بالمقطع کارکوونکو د اړتیاوو ارزونه وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
dfsa

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ غونډه، د یاد وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو، مسئولینو او استازو په حضور کې د کاري او عملیاتي پلانونو د پلي کېدو په تړاو جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د مرکزي ادارو کاري او عملیاتي پلانونه په دقت سره وارزول شول او د هغو ریاستونو لپاره د متخصصینو او مسلکي بالمقطع کارکوونکو ګمارلو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول، چې دندې یې په تشکیلاتو کې د کموالي له امله د ستونزو سره مخامخ شوې دي.

د مرکزي ریاستونو استازو په خپلو اړوندو څانګو کې د بالمقطع مسلکي کارکوونکو د ګمارلو په تړاو، د یو شمېر ستونزو په یادولو سره خپلې اړتیاوې تر څېړلو وروسته ګډون والو ته وړاندې کړې.

په پای کې د متخصصینو له هر اړخیزو بحثونو وروسته د نویو مسلکي بالمقطع کارکوونکو د ګمارلو په برخه کې د اړوندو ریاستونو غوښتنې او اړتیاوې و څېړل شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS