د آزموینو ملي ادارې رئیس د بلخ ولایت د پوهنې له مسئولینو سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۰:۸
gfdsg

د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه، شیخو او علماوو سره وکتل.

په پیل کې د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل یاد ولایت ته د آزموینو ملي ادارې د رئیس له ورتګ هرکلی وکړ او د همدې ادارې د کړنو، په ځانګړي ډول د کانکو آزموینې د پروسې پلې کولو برخه کې یې د دغې ادارې د همکارۍ ستاینه وکړه.

ورپسې د آزموينو ملي ادارې رئيس د بلخ ولايت د پوهنیز وضعيت په اړه خبرې وکړې او د یاد ولايت د پوهنې مسئولينو او علماوو نظرونه يې واورېدل.

په دې کتنه کې د دیني علومو زده کړې ته د پاملرنې ترڅنګ، د عصري علومو د زده کړې پر اړتیا هم ټینګار وشو.

ورپسې شیخ عبدالقادر ابوالاسرار د یاد ولایت د علماوو په استازیتوب خبرې وکړې او له پوهنیزنظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS