په لغمان ولایت کې د يو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۴:۲
البی

د هېواد له پوهنيز نظام څخه د ولسونو د همکارۍ په دوام، دا ځل په لغمان ولایت کې د يوې معارف دوسته کورنۍ غړي حاجي عبدالخليل د ۹۴۵ زره افغانیو په ارزښت خپله ۹ بسوې ځمکه د "تعليم القرآن للبنين والبنات" مدرسې ته وقف کړه.

همدا راز: د خالد بن ولید مدرسې لپاره د ياد ولایت مرکز اړوند اوسېدونکو له لوري د ۳۰۰زره افغانیو په ارزښت شاوخوا ۳ بسوې ځمکه د پوهنې ریاست ته تسليم شوه.

دغه ځمکه د يوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې مسئولينو، ديني علماوو او قومي مخورو په کې ګډون کړى و، پوهنې رياست ته وسپارل شوه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د لغمان ولایت د خلکو له ملاتړ او مرستو مننه کوي.

د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د تعلیمي ځایونو د جوړولو پر دنیوي او اخروي ګټو خبرې وکړې او د دغه ولایت له اوسېدونکو، سرمایه دارانو او ملي سوداګرو یې وغوښتل چې د ښوونيزو بنسټونو په جوړولو او ترمیم کې همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په همدې مدرسه کې شاوخوا ٤٥٠ تنه زده کوونکي په آزاده فضا کې زده کړې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
Background image

د پکتیا او غزني ولایتونو ښوونکو لپاره میتودیکي سیمینارونه پیل شوي دي

د پوهنې وزارت په ډېری ولایتونو کې د ښوونځیو د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره روزنیز سیمینارونه پیل کړي دي، چې په دې سره په پکتیا او غزني ولایتونو کې د ساینس او ریاضیاتو ۲۱۲ تنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۳۶
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ له کان لېسې سره، د یو تن علم‌پروره شخص لخوا ۲۱۰۰۰ افغانۍ مرسته ترسره شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه پیسې به د یادې لېسې د ترمیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

BACK TO NEWS