د پوهنې وزارت د شهادتنامو او علمي شورا ریاستونو پخواني رئیس د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۳:۲۵
شس

د پوهنې وزارت د شهادتنامو او علمي شورا ریاستونو پخوانی رئیس، شاه محمود منګل چې تازه هېواد ته راستون شوی دی، د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل او د هېواد د پوهنیز نظام په اړه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د شهادتنامو او علمي شورا ریاستونو د پخواني رئیس له راتګ څخه هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، د هېواد پر ځان بساینې او پرمختګ لپاره یوازینۍ لاره داده، چې زموږ ټول علماء او پوهان خپله انرژي همدلته خپل هېواد کې په مصرف ورسوي.

نوموړي څرګنده کړه: هر هغه څوک چې د هېواد بچیانو د ښوونې او روزنې په ‌ډګر کې زموږ سره مرسته کوي، ترې مننه کوو.

په ورته مهال، د علمي شورا او شهادتنامو ریاستونو پخواني رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې، د ښوونیز نظام د پرمختګونو او د پوهنې په برخه کې د تر سره شویو کړنو او لاسته راوړنو باندې خوښي څرګنده او د پوهنې وزارت مشرتابه ته یې له خپل لوري د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS