پکتیا کې نوی تعلیمي کال په زنګ په وهلو سره پیل شو
په پکتیا ولایت کې نوی ۱۳۹۸ تعلیمي کال په وزې ځدارڼو ولسوالي کې د زنګ په وهلو سره پیل شو
په هغه غونډه کې، چې د وزې ځدراڼو ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې جوړه شوي وه د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي سربېره د اجرایه ریاست مشاور بخت محمد ځدراڼ، د یادې سیمې بیلابیلو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونکو او دیني علماوو ګډون درلود.
د پوهنې رئیس د یادو مراسمو په لړ کې په خبرو کې وویل:خوښ یم چې نوی تعلیمي کال پیل مو له بریاوو سره مل دی، ډاډه اوسئ چې سږ کال به په نوموړي ولسوالۍ او نورو ځدراڼ مېشتو سیمو کې مسلکي ښوونکي په دنډو وګمارل شي او بیلابیلو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې شي .
د یادولو وړ ده چې سږ کال د پوهنې ریاست شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ښځینه او نارینه ښوونکي په حق الزحمه ډول په دنده وګمارل چې ددې سره به د ځدراڼ مېشتو سیمو سربیره د هغو سیمو د ښوونکو د کمښت ستونزې تر ډیره حل شي چې کمی یې لیدل کیده.
