د کندوز ولایت د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ ترسره شوې
د کندوز ولايت مرکز اړوند د ٢٠بابه ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ "د حق المبين" کتاب علمي سيالۍ ترسره شوې.
د پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر، په داسې حال کې چې د ياد ولایت د بشري سرچينو رئیس ګلبدین حنفي او یو شمېر علماوو هم حضور درلود، د دغو سیالیو د ترسره کېدو څارنه وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: د همدې سیالیو څخه يې اساسي موخه، د زده کوونکو د علمي کچې لوړول دي.
همدارنګه نوموړي له مسئولينو وغوښتل چې د سياليو دغه لړۍ د ياد ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځوي.
د مسئولینو په وینا، په يادو سیالیو کې يو زره ۵۰۰ تنو زده کوونکو برخه اخیستې وه او د ګډون والو د هڅونې په موخه به تر لسمې درجې پورې غوره زده کوونکو ته جایزې، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شي.
