په میدان وردګ ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۳:۵۳
iii

د میدان وردګ ولایت په جلرېز، سید آباد او بهسودو ولسوالیو کې، نن د یو شمېر ښوونځیو د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې.

په يادو پروژو کې د ښوونځيو بيارغونه، احاطوي دېوالونه، د یو باب دارالاېتام جوړول، د څښاک پاکو اوبو سیسټم غځول او نور اړین ملحقات شامل دي.

د دغو پروژو ټولییز لګښت ٥،٢ ميليونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې مینه والو او همکارو بنسټونو له لوري ورکول کېږي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت وویل، چې د پوهنې ریاست مشرتابه د نویو ښوونیزو بنسټونو د جوړولو، بیارغونې او د هېواد بچیانو د زده کړو په برخه د آسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

همدارنګه د سیدآباد ولسوالۍ یو تن معارف دوست شخصیت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو لپاره ۳۳ تنه ښوونکي وګمارل او د هغوی د معاشونو د ورکړې مسئولیت یې په خپله غاړه واخیست.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د سیدآباد ولسوالۍ د پوهنې مینه والو له مرستې او ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS