د پوهنې وزارت سرپرست د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ له مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۱:۸
951

د پوهنې سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د پوهنيز وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته تللی، نن يې د ياد ولايت کوټ ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

دغه راز نوموړی کوټ ولسوالۍ ته په رسېدو سره د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر، کارکوونکو، علماوو او د سیمه ییزو ادارو د مسئولینو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

د پوهنې وزارت سرپرست د کوټ ولسوالۍ له عالي دارالعلوم سربېره د يو شمېر نورو مدارسو او ښوونځيو څخه د ليدنې تر څنګ، د سيمه ييزو ادارو له مسئولينو، علماوو، قومي مشرانو او د يادې ولسوالۍ د خلکو له استازو سره له نيږدې ليدنې وکړې او له هغوى سره يې د پوهنيزو ستونزو او پرمختګونو په تړاو تفصيلي خبرې اترې وکړې.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې د پوهنې وزارت اصلي موخه د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونیزو او روزنيزو چوپړونو وړاندې کول دي او د ياد وزارت مشرتابه د دغې سترې موخې رسېدلو ته ژمنه ده.

ورپسې د کوټ ولسوالۍ پوهنې آمر، علماوو، استادانو او اوسېدونکو د پوهنې وزارت د سرپرست هرکلی وکړ او په ننګرهار ولایت کې یې د پوهنې وزارت د پلانونو له پلي کېدو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS