د ولایتونو له پوهنې ډګر لنډ خبرونه
بامیان
د بامیان ولایت پوهنې ریاست د اهل تشیع دیني مدارسو لپاره د خالي اداري بستونو د ډکولو په موخه، له ۷۰ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قنديلي د دغه پروسې د روڼتیا ډاډ ورکړ.
بیا هم له یاد ولایت څخه:
د باميان ولایت پوهنې رياست د ښوونکو او کارکوونکو د اسنادو ثبتولو اړوند ډېټابېس سیسټم، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د پوهنې رئیس او نورو کارکوونکو پکې ګډون درلود، ګټې اخستنې ته وسپاره.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست په یاد ولایت کې د راستېدونکو کډوالو له ۱۷ تنو ماشومانو څخه د آتم او یوولسمو ټولګیو لپاره د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیسته.
اروزګان
یوه مرستندویه بنسټ د اروزګان ولایت له پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي سره وکتل او د یاد ولایت د ښوونځیو پر زده کوونکو یې د خوراکي موادو د وېش په اړه خبرې وکړې او لازم تصمیمونه یې ونیول.
کاپیسا
د کاپيسا ولايت پوهنې رياست اداري غونډه، د یاد رياست د کيفيت تضمین د آمر تر څارنې لاندې د سيمه ييزو ادارو د مسئولینو او د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو د استازو په شتون کې جوړه شوه.
په یاده غونډه کې پر راتلونکو پلانونو د خبرو ترڅنګ، لازمې پرېکړې وشوې.
