د لغمان ولایت په یوه ښوونځي کې ۹ بابه درسي ټولګي جوړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۳:۵۱
14

د پوهنې یوتن مینه وال حاجي عبدالوکیل رسولي، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د کتب زایو د هلکانو لېسې په انګړ کې د ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت ۹ درسي ټولګي جوړ کړل.

یاد درسي ټولګي د لغمان ولایت پوهنې رئیس، دیني علماوو، ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

د یاد ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د معلوماتو له مخې، دغه ټولګي په ۲جرېبه ځمکه کې جوړ شوي او په جوړېدو سره یې شاوخوا ١٠٠٠ تنو زده کوونکو ته د تدريس او زده کړې خوندي چاپېریال رامنځته شو.

ويناوالو د هېواد د ماشومانو او ځوانانو لپاره د علم پر اهميت د څرګندونو په ترڅ کې، د مدارسو او ښوونځيو جوړول یو صدقه جاریه عمل وباله.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام د لاپرمختګ لپاره د خلکو له مرستو د ستاینې ترڅنګ، د لغمان ولایت د پوهنې یو تن بااحساسه شخصیت حاجي عبدالوکیل رسولي څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS