د پوهنې وزارت لوړ پوړي پلاوي د فاریاب ولایت د ښوونکو له میتودیکي سیمینار څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۳۳
14

د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته د رسمي سفر پرمهال، د یاد ولایت د پوهنې مشر تابه سره په کتنه کې د ښوونکو د کمښت، د ښوونځیو د ښوونکو د مسلکي کېدو او یو شمیر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو تفصيلي خبرې وکړې.

همدارنګه نوموړي په داسې حال کې چې د پوهنې مسئولینو يې ملتيا کوله "د ښوونکو د اغېزمن تدریس او د زده کړو پراختيا" تر نامه لاندې له ښوونيز سیمینار، د عربخانې تجربوي لېسې، مرکزي دارالاېتام او د یوې خصوصي لېسې د ښوونکو د تدریس له مېتودونو څخه لیدنه وکړه.

په دغو ليدنو کې پلاوي د مسئولینو او ښوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئيس د زده کوونکو د کیفیت لوړولو په برخه کې د ښوونکو مسلکي وړتياوې لوړول مهم وبلل او له ګډون والو يې وغوښتل، تر څو د یاد سیمینار له محتوا څخه په خپلو تدریسي چارو کې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS