په غزني ولایت کې د یو باب لېسې د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۳۹
14

د پوهنې وزارت له لوري، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند په« داوود زیرک » کلي کې د «داوود زیرک » لېسې د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په پام کې ده، د یادې لېسې ودانۍ چې ۲۰ درسي ټولګي، يوه اداري خونه، کتابتون، یو محراب جومات، تحویلخانه او نور اړین محلقات به ولري، په ۴ جرېبه ځمکه کې جوړه شي.

د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې آمریت د معلوماتو له مخې: د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغې ولسوالۍ ۸٠٠ تنو ماشومانو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

د لېسې د دغه ودانۍ ټول لګښت ۲۰ ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د يادې ولسوالۍ د معارف دوسته خلکو او سوداګرو له خوا تمويلېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه په داسې حال کې چې د پوهنې د بډاینې لپاره د خلکو مرستې مهمې ګڼي، د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنې او ارزونې رئیس هلمند ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت یو پلاوی، د دغه وزارت د څېړنې او ارزونې د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالوکیل مدني په مشرۍ د ښوونکو د ګمارنې بهیر د ارزونې په موخه هلمند ولایت ته. . .

BACK TO NEWS