په سرپل ولایت کې د یو باب دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۱:۴۲
1236

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند په انګشکه کلي کې د حضرت بلال (رضی الله عنه) په نوم د یوې دیني مدرسې ودانۍ جوړه او د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، علماوو او قومي مخور په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د مدرسې دغه ودانۍ په درې جرېبه ځمکه کې د يو ميليون او ٤٦٥زره افغانيو په لګښت د ملي سوداګرو او ځايي خلکو په مالي مرسته جوړه شوې ده، چې نن ګټې اخستنې ته چمتو شوه.

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د پوهنې په برخه کې د یاد ولایت د خلکو او سوداګرو له مرستو مننه وکړه، د علومو د زده کړې پر فضایلو یې خبرې وکړې او هغوی ته یې په ټولو برخو کې د دیني او عصري زده کړو د متوازنې پراختیا ډاډ ورکړ.

نورو علماوو او ويناوالو هم د اسلام له نظره د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو يې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS