په لوګر ولایت کې د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۵
2

د پوهنې وزارت له لوري په لوګر ولایت کې، د افغانستان.ا.ا. له شاوخوا ۲۳۰ تنو م.جاهدینو څخه د هغوی د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئيس ، يو شمېر استادانو او علماء کرامو د یادې آزموینې لړۍ له نیږدې ولیده او ګډون والو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړاو ویې ویل چې د دغه پروسې بریالي نوماندان به د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انستیتوت کې شامل شي.
د دغه آزموینې ګډون وال په تېرو دوو لسیزو کې د ج.هادي بوختیاو له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو.
په ورته مهال د آزموینې ګډون والو د زده کړو له آسانتیاوو له امله د پوهنې وزارت مشرتابه څخه خوښي څرګنده او له نورو هېوادوالو يې  وغوښتل، تر څو له شته فرصتونو په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنې او ارزونې رئیس هلمند ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي ام/ارت د پوهنې وزارت یو پلاوی، د دغه وزارت د څېړنې او ارزونې د رئیس محترم الحاج مولوي عبدالوکیل مدني په مشرۍ د ښوونکو د ګمارنې بهیر د ارزونې په موخه هلمند ولایت ته. . .

BACK TO NEWS