د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۳۵
13

غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستله.
په پام کې ده، چې د آزموینې بریالي کسان به د ښوونځيو په یوولسم او دولسمو ټولګیو کې شامل شي.

بیا هم له همدې ولایت څخه:
د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د جغتو، خواجه عمري او قره باغ ولسوالیو د ښوونځیو او مدارسو د زده کوونکو ترمنځ د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» د سیرت سیالۍ په لاره واچولې.
مسئولین وایي، چې د یادو سیالیو له ترسره کېدو یې اساسي موخه، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له ژوند او اخلاقو سره د ځوانانو آشنا کول دي.

فراه
د فراه ولایت پوهنې ریاست د خصوصي دیني مدارسو د ښوونیز نصاب د ښه پلي کېدو په موخه، د یادو بنسټونو له مسئولینو سره غونډه وکړه. 
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم د دیني علومو په ارزښت خبرې وکړې او د ټاکل شوي نصاب پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.

هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د مدارسو او دارالحفاظونو له ۶۰ تنو مسئولینو اومهتممینو لپاره یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.
په یاد سیمینار کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د اداري او تدریسي مسایلو په اړه روزنه ورکړل شوه.

هرات
د حبيب يار خيريه بنسټ له لوري، د هرات ولايت د مرستيال والي او د پوهنې د مسئولينو په حضور کې د مرکز په شمول د انجيل او ګذرې ولسواليو د ښوونځيو په څه د پاسه ٩٠٠ تنو خدمتي کارکوونکو اوړه، وريجې، غوړي او خوراکي توکي ووېشل شول.
د هرات پوهنې رياست مشرتابه د ياد خيريه بنسټ له کړنو څخه ستاينه وکړه او د روژې په مبارکه مياشت کې يې د بې وزلو کسانو لاس نیوی ارزښتناک وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS