په ننګرهار ولایت کې له ښوونیز نظام سره د خلکو همکاري دوام لري

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۱۰
12

ننګرهار

د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولت زي عالي لېسې یو شمېر ښوونکو په خپل شخصي لګښت، یو تن د ۶ زره افغانیو میاشتني معاش په بدل کې د فزیک د ښوونکي په توګه ګمارلی دی.

همدارنګه:

په همدې ولسوالۍ کې د یتیمانو د پالنې یو بنسټ، یو شمېر ښوونځیو ته شاوخوا ۹ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي او زینتي بوټي وقف کړل.

په همدې ولایت کې:

د کامې ولسوالۍ د سرور قادري لېسې څو تنو ښوونکو، د یادې لېسې د چمن زرغونولو او رغولو په موخه، ۹ زره۲۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.

په ورته مهال:

د یاد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د عربانو لېسې ښوونکو د خپلې لېسې له ادارې سره د درسي موادو په موخه، ۷ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

بیا هم له یاد ولایت څخه:

د همدې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوهنې یوتن مینه وال، د فارم آباد لېسې لپاره د ۱۰ زره افغانیو په لګښت سپینې تختې وپېرلې.

د پوهنې وزارت او د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د پوهنې په برخه کې د ولسونو له همدردۍ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده او دا یې د ټولنې د پرمختګ او خوښۍ په لور یو مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS