د پوهنې له ډګره څو لنډ خبرونه
بلخ
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت کارپوهانو، د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خیل په حضور کې، د یاد ریاست د مرکزي څانګې کارکوونکو لپاره «د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د چلند طریقې» تر نامه لاندې روزنیز سیمینار جوړ کړ.
پکتیا
د پکتیا ولایت یو شمېر قومي مخورو او دیني علماوو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد سره وکتل.
یادو مشرانو د پوهنې ریاست له ارزښتناکو خدمتونو څخه د مننې تر څنګ، په خپلو سیمو کې د ښوونیزو بنسټونو د فعالولو په اړه خپلې ستونزې، نظریات او وړاندیزونه د پوهنې له رئیس سره شریک کړل، چې د دغه ریاست د مشرتابه له لوري ورته د شتونزو په حل کې ډاډ ورکړل شو.
لوګر
د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ، د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې ۲۸۵ تنو کارکوونکو ته د ماشومانو د حقونو د پوهاوي په موخه روزنیز سیمینار جوړ کړ.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، د یاد ولايت د سنګي موم او رباط دشت لېسو د ښوونکو د وړتیاوو لوړونې له پروګرام څخه څارنه وکړه.
د یاد پروګرام اساسي موخه، د وړتیاوو لوړونې د موثریت معلومول وو او په پای کې په ګډون والو ښوونیز توکي او ډالۍ هم ووېشل شوې.
