په فراه ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۴۳
14

د فراه ولایت مرکز اړوند په دارآباد سیمه کې د لومړي ځل لپاره د نعمانیه دیني مدرسه تاسیس او د بنسټ ډبره یې د ځایي اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت کېښودل شوه.

د یادې مدرسې د بنسټ ډبره د فراه ولایت د پوهنې رئیس، د يو شمېر دولتي ادارو استازو، علماوو او د قومي مخورو په حضور کې کېښودل شوه. .

د مسئولينو په وينا، سره له دې چې په یاد کلي کې شپږ ښوونځي فعاليت لري؛ خو د نعمانيه مدرسه په دې سیمه کې د ديني زده کړو لومړى مرکز دى، چې پرانیستل کېږي.

دوی وایي، چې د نعمانیه دیني مدرسې مالي لګښت د امربا المعروف او نهي عن المنکر د مسئولينو، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د پوهنې رياست او د دغه ولايت د پوهنې مينه والو له لوري ورکړل شوې، چې په ترڅ کې به يې ۵۰۰ تنو ماشومانو ته د ديني زده کړو آسانتياوې رامنځته شي.

بل خوا د سيمې اوسېدونکو د یادې ديني مدرسې د جوړولو په برخه کې د مسئولینو له همکارۍ هرکلی او مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس نورستان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ یو پلاوي نورستان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو او مسلکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۳۷
Background image

بدخشان ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند مجیب‌الدین شهید لومړني ښوونځي بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو، مسلکي پراختیا غړو او سیمه‌ییزو مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ د ۴مېلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

له شنبې۳ /۱۴۴۷/۵ /هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۵/۸هجري قمري، (دلړم میاشتې له۳ مې تر  ۸مې نېټې پورې۱۴۰۴ لمریز کال)

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه. . .

BACK TO NEWS