له ځینو ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۳:۱۱
15

ننګرهار
د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست پلاوي، د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مالي، اداري، تدریسي کړنو د کنټرول او یو شمېر نورو مسایلو د څېړنې په موخه، په یاد ولایت کې خپلې چارې پیل کړې.
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبيب حضرت حقاني د پوهنې وزارت څېړنيز پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به هر ډول همکاري او لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

کندهار
د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ اړوند د خادم مدرسې څو تنه زده کوونکي د قرآن کريم د حفظ له دورې څخه فارغ او د فراغت پرتمینه مراسم يې د پوهنې مسئولينو، ديني علماوو او د سيمې د مخورو په حضور کې ترسره شول.
په ورته مهال ويناوالو فارغانو ته د فراغت مبارکي وويله او د ديني علومو په ځانګړي ډول د قرانکريم د حفظ پر اهميت يې خبرې وکړې.

بدخشان
د بدخشان ولایت د سواد زده کړې کمېټې غونډه د یاد ولایت د مقام مرستیال الحاج قاري امین الله طیب تر څارنې لاندې، د پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال او یو شمېر نورو مسئولینو په حضور کې ترسره شوه. 
د یاد ولایت د سواد زده کړې عمومي مدیر د دغه مدیریت د کړنو د راپور وړاندې کولو په ترڅ کې د ښوونيز نظام د پياوړتيا په موخه، له مسئولينو او ملاتړو بنسټونو څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

کندوز
د کندوز ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا؛ د اهلیت، لیاقت او وړ کسانو ته د کار سپارلو اصولو ته په پام سره، یو تن د کیفیت تضمین د آمر په توګه او څلور تنه نور یې د دغې ادارې د غړو په توګه وګمارل او خپلو همکارانو ته یې ور وپېژندل شول.

جوزجان
د جوزجان ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدطاهر جواد وايي: د درسي کتابونو د کمښت ستونزې د حل او د پوهنې بهير لاښه والي په موخه، د یاد ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه د پاسه ٣٧٠ زره ټوکه درسي کتابونه د ښوونځيو په زده کوونکو وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۲ جریبه ځمکه وقف شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې، د یاد ولایت شخیل‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ۲ جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د احصائیوي فارمټ نوی سیسټم پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا، د تعلیمي مرکزونو د ښوونکو او زده‌کوونکو د دقیقو احصائیو او ارقامو درلودلو په موخه، د معلوماتو مدیریت سیسټم (EMIS) کارپوهانو په همکارۍ، د ښوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

BACK TO NEWS