د ولایتونو له پوهنې ډګره ځینو خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۳:۶
145

دایکنډي

د دایکندي ولایت پوهنې ریاست د ياد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دیني مدارسو ته د درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل کړه.

د ياد ولايت پوهنې رئیس قاري عنايت الله سهار وويل: د دغه ولاپت د مرکز، پاتو او کجران ولسواليو په ديني مدارسو شاوخوا ١٥زره ٧٨١ ټوکه درسي کتابونه چې په پښتو ژبه دي او د لومړي، دويم او درېيم ټولګي اړوند دي، وېشل شوي دي.

زابل

د زابل ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د ياد ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي تر څارنې لاندې د پوهنې په برخه کې د دولتي او ملاتړو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.

د غونډې ګډون والو د پوهنې په برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د یو بل خبر له مخې:

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۴ اعشاريه ۵ ميليونه افغانیو په لګښت، د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.

د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل ولي متقي وايي: په ښوونځيو کې د برېښنا په فعالېدو سره د زده کوونکو ستونزې هوارې او د چارو په پلي کېدو کې لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.

لوګر

د لوګر ولايت په مرکز او ولسواليو کې د خصوصي مدارسو پر زده کوونکو د درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل شوه.

د پوهنې ریاست مسئولين وايي: د ياد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې شاوخوا ۴۶۸ زره او ۲۲ ټوکه درسي کتابونه چې د لومړي، دويم او درېیم ټولګي اړوند دي، خصوصي مدارسو ته وېشلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست د ۴ بابه کانټینونو لپاره د بیا داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي:
همدارنګه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې له تعلیمي ادارو سره نږدې ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې، د پنجشیر ولایت علم‌پروره اوسېدونکو لخوا په ټولیزه توګه ۳ مېلیونه۹۶۴ زره ۳۴۶ افغانۍ دیني مدارسو او ښوونځيو ته ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ازموینې له. . .

BACK TO NEWS