د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ديني مدارسو د زده کوونکو فراغت غونډې تر سره شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۵:۲۷
22

په خوست ولایت کې د جامعه نظام العلوم، په لغمان ولایت کې د تحفیظ القرآن کریم ، تحصیل القرآن او په فراه ولایت کې د فیض القرآن له دیني مدارسو څخه لسګونه حافظان او ط.البان فارغ شول.
د یادو فارغانو د فراغت مراسم په هغو جلا جلا غونډو کې ترسره شول، چې پکې د پوهنې رئيسانو، علماوو، قومي مخورو او د دغو ولايتونو د سيمه ييزو ادارو مسئولينو ګډون کړى ؤ.
په یادو مراسمو کې د پوهنې رئیسانو او دیني علماوو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ پرمهال،  د دیني علومو ترڅنګ، عصري علومو او ټکنالوژۍ ته د علماوو لاسرسی اړین وباله او د هغوی پر زده کړې یې ټینګار وکړ.
نورو ويناوالو هم د قرآن عظيم الشان د علم په اهميت او د ټولنې په پرمختګ کې د علماوو پر رول خبرې وکړې.
د پورتنیو مراسمو په پای کې پر فارغانو د ستاینلیکونو د وېشلو سربېره د هغوی پر سرونو د فضیلت پګړې هم وتړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS