له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۳۲
fh

لغمان

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست یو پلاوي لغمان ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال هلته د سواد زده کړې د کورسونو له کړنو څخه د کتنې په ترڅ کې، د یادې څانګې ۱۵ تنو کارکوونکو ته درې ورځنی سمینار جوړ کړ.

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد له ياد پلاوي څخه د مننې په ترڅ کې، د علم حاصلول په ورځني ژوند کې يو اړين کار وباله او خلک يې زده کړې ته وهڅول.

همدارنګه:

د لغمان ولايت پوهنې رئيس دولت شاه ولسوالۍ ته د رسمي سفر پرمهال د پوهنې د وضعيت د څېړلو په ترڅ کې د پوهنې اړوند شاوخوا يو نيم جرېبه غصب شوې ځمکه په نښه او د پوهنې وزارت په ملکیت کې یې شامله کړه.

غزني

د غزني ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني تر څارنې لاندې د آزموینو ملي کمېټې د خالي بستونو د ډوکو په موخه، له نوماندانو څخه رقابتي آزموينه واخيسته، ترڅو مستعد کسان د څارونکو غړو په توګه په خالي بستونو کې وګمارل شي.

سرپل

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ قومي مخورو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني سره وکتل.

همدارنګه یادو مشرانو له پوهنې رئیس سره د ښوونځیو او مدارسو د جوړولو، د تحصیلي بنسټونو د فعالولو او د پوهنې پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې.

بل پلو د سرپل ولايت پوهنې رئيس ژمنه وکړه، چې د پوهنې په برخه کې به د خلکو د ستونزو په حل کې همکاري کوي او اولادونو ته به يې د زده کړو په برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي.

فراه

د فراه ولایت شیبکوه ولسوالۍ اړوند د سپین کلي د کلي قومي مخور او عامو خلکو د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم سره وکتل او په یاد کلي کې یې د فریب د منځني ښوونځي د جوړېدو او ترمیم په اړه کوم چې ځمکه یې د خلکو له لوري ورکړل شوې ده، خبرې وکړې.

د پوهنې رئیس قومي مخورو ته د یاد ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو او د ښوونځیو او مدارسو د ستونزو د حل ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS