د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۹:۴
123

په "استقلال لوړو زده کړو مؤسسه" کې د زده کړو د دوام لپاره تخفیف

د استقلال لوړو زده کړو مؤسسه د هېواد ځوانانو ته د زده کړو  په برخه کې د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو لپاره ژمنه کړې، چې د دولتي ادارو کارکوونکو ته د لوړو زده کړو د دوام په موخه ځانګړی تخفیف ورکوي.
د پوهنې وزارت هغه کارکوونکي چې غواړي د نړیوالو اړیکو، قضاء او څارنوالۍ، سوداګرۍ او ادارې، اقتصاد، سافټویر او معلوماتي ټکنالوژۍ، برېښنا او سیول انجنیرۍ په څانګو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، په یاد تحصیلي بنسټ کې په ځانګړي تخفیف سره منل کېږي. 
یادونه:
د معرفي شویو ۲۰ کسانو څخه، یو کس به وړیا ومنل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS