د څو ولایتونو د پوهنې خبرونو لنډيز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۴:۵۴
33

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ياد ولایت د پوهنتون له رئیس حافظ مولوي محمد نسیم سره وکتل او د دغه ولایت په ښوونيزو بنسټونو کې یې د درسي کیفیت د لوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

بدخشان

دبدخشان ولايت پوهنې رياست اداري غونډه، د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال په مشرۍ ترسره شوه.

په ياده غونډه کې د پوهنې پخوانۍ کړنې وڅېړل شوې او شته ستونزو ته د حل لارې چارې ولټول شوې .

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د ياد ولايت مرکز اړوند د بصرام ښوونځي بيارغونې چارې وڅېړلې او کارکوونکو سره يې د ليدنې پر مهال، له هغوی وغوښتل، تر څو ورځنۍ ښوونيزې چارې په لاښه توګه پر مخ يوسي او د نوي نسل د سالمې روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت د امر بالمعروف او نهى عن المنکر ادارې محتسبينو د ياد ولايت له پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده سره وکتل او له هغو يې وغوښتل، تر څو د اسلامي شرعي احکامو په پلي کولو کې جدي هلې ځلې وکړي.

د پنجشېر پوهنې رئيس ډاډ ورکړ، چې په دې لاره کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

سرپل

د سرپل ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني، د يو مرستندويه بنسټ له پوهنې مسئولينو سره وکتل.

په ياده کتنه کې دواړو لورو د پوهنې په برخه کې د پوهنيزو کړنو پر دوام خبرې وکړې او د دوه اړخيزه همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS