په کابل کې د ترکیې پوهنې بنسټ پلاوي د کابل ښار له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۳:۴۲
dytu

په افغانستان کې د ترکیې پوهنې بنسټ مشر احمد توکور د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني سره وکتل.

په یاده کتنه کې د پوهنې رئیس، راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ اوږدمهاله دوستۍ ته په اشارې سره يې وويل: د افغانستان پوهنې وزارت په ځانګړې توګه د کابل ښار پوهنې ریاست مشرتابه د پوهنې په برخه کې د یاد بنسټ له همکارۍ مننه کوي او د دوام غوښتونکي یې دي.

له بلې خوا ياد پلاوي د کابل ښار پوهنې رياست کړنې ښې و ارزولې او ژمنه يې وکړه، چې د ترکيې د پوهنې بنسټ د کابل ښار پوهنې رياست په ګډون له پوهنې وزارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS