لجه منګل ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي
د پکتیا ولایت د لجه منګل ولسوالي کې د پتکي او تو شنک لیسو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د یادو ښوونځيو د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي .
ښاغلي ځاځي زیاته کړه، د همدې هلو ځلو په ترڅ کې نن د لجه منګل په ولسوالۍ کې د دو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودې، چې شاوخوا ۳۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. چې د پتکي ښوونځي ودانۍ به ۱۴درسي ټولګي او تو شنک ښوونځي ودانۍ به ۱۰ درسي ټولګي او نورې اړوندېتولې ښوونیږي آسانتیاوي ولري.
د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ددې ولایت د زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او موخه یې داده، چې ټول ماشومان په مساوي ډول زده کړو ته لاسرسی ومومي.
ښاغلي ځاځي له یادو مشرانو وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
د لجه منګل ولسوالۍ قومي مشرانو هم د یادو ښوونځيو د رغنیزو چارو له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
