له یو شمېر ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۰:۲۷
454

کاپیسا

د پوهنې وزارت د پلان ریاست پلاوي د خپلو ولایتي سفرونو په دوام، د کاپیسا له پوهنې رئیس او مشرتابه سره د لیدنې پر مهال د ياد ریاست له مسئولینو سره د پوهنې د درې کلن ملي پلان په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د ياد پلان په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي.

پکتیا

د پکتیا والي الحاج مهر الله حماد، د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، د استخباراتو رئیس، امنیې قوماندان او د ياد ولایت د ملکي او نظامي ادارو یو شمېر مسؤلینو د پکتيا جهادي مدرسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.

ياد پلاوي د مدرسې وضعیت وڅېړه او زده کونکي یې درسونو ته وهڅول.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ياد ولايت مرکز اړوند د بيتون او ابن حبان ښوونځيو له اداري، تدريسي، لابراتوارونو او کتابتونونو څخه څارنه وکړه او زده کوونکي يې د درسونو د زده کړې په موخه وهڅول.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني او ورسره مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولایت واغظ ولسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي له مسئولينو او ديني علماوو سره د ليدنې پر مهال، د يادې ولسوالۍ د پوهنې عمومي وضعيت وڅېړه او د پوهنې د وضعيت په لاښه والي يې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

BACK TO NEWS