له ولایتونو د پوهنې خبرونو لنډیز
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د یاد ولایت پوهنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته وکړه او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د پوهنې وضعیت د لاښه والي او درسي کیفیت د لوړولو په موخه دې د څارنې بهیر ګړندی کړي.
جوزجان
د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د قزانچي بابا، کوک ګنبد او آل پروژې لېسو له درسي بهیر څخه څارنه وکړه او د تدریس پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ یې، د یادو لېسو اداري او تدریسي اسناد هم وارزول.
کاپیسا
د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ولایت حصه اول کوهستان ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې ریاست د ښوونیزو کړنو، نساجی گلبهار، نماز جای، بختیار شهید د نجونو لېسو، عبدالشکور خان منځني ښوونځي او بی بی عایشه صدیقه(رضي الله عنها) مدرسې د تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه.
خوست
د خوست ولايت پوهنې رياست، د یاد ولایت د تخنيکي او مسلکي چارو ادارې او اطلاعات- فرهنګ ریاست په همکارۍ، د مرکز اړوند مولوي جلال الدين حقاني د مدرسې يو شمېر زده کوونکو ترمنځ د مقالې ليکلو او ترانې ویلو سيالي په لاره واچوله.
نورستان
د نورستان ولايت پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطئمن، د یاد رياست له اداري څانګو څخه د لیدنې پرمهال، له اړوندو مسئولينو وغوښتل، تر څو د خپلو څانګو د ورځنيو کړنو راپور له پوهنې ریاست سره شریک کړي.
