د کنړ ولایت پوهنې ریاست پلاوي په یاد ولایت کې د کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه
د کونړ ولایت پوهنې ریاست مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د یاد ریاست پلاوي، په دغه ولایت کې له پاکستان څخه د تازه راستانه شویو کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د خپل سفر موخه یې، د کډوالو ماشومانو د ښوونیزو ستونزو هوارول وبلل.
یاد پلاوي د زده کوونکو له والدینو سره د خبرو پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت مشرتابه، د دوی د ماشومانو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او د پوهنې بهیر د دوام په برخه کې ژمنه ده.
دغه راز د پوهنې ریاست مسئولینو، د هغو راستنیدونکو ماشومانو او ځوانانو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ، کوم چې په پاکستان کې یې زده کړې نیمګړې پاتې وې او هغوی ته یې د موقتي ټولګیو په جوړولو او ښوونکو په ګمارلو سره د زده کړو آسانتیا برابره کړه.
