له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
هرات
په هرات کې د ايران اسلامي جمهوريت د قونسلګرۍ فرهنګي مسئول مجيد خالق نيا، د یاد ولايت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو د پیلولو په ګډون پر بېلابېلو ښوونیزو مسایلو خبرې وکړې.
په ورته مهال، دوی د ستونزو د هواري او له زلزله ځپلو سره په ځانګړې توګه د زده کوونکو او د ښوونځيو د زيانمن شوو د مرستې په اړه هم خبرې وکړې.
فاریاب
د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان د مسودې په اړه مشورتي غونډه، د فاریاب ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي سید حفیظ الله معتصم باالله او د یاد ولایت پوهنې د رهبري پلاوي او ښوونیزو بنسټونو په حضور کې د یو شمېر استادانو په ګډون جوړه شوه.
ویل کیږي، چې د دغه بهیر د پیلولو موخه د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان د غني کولو په موخه د فاریاب ولایت د پوهنې د وضعیت څېړل ؤ.
کابل
د کابل ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالحق حقاني په يوه رسمي سفر کلکان ولسوالۍ ته ولاړ او د يادې ولسوالۍ د يو شمېر ښوونځيو له ښوونيزو فعاليتونو يې څارنه وکړه.
دغه راز نوموړي د زده کوونکو د تدريس کچه او د مهالوېش له مخې په ښوونځيو کې د ښوونیز نصاب د پلي کولو برخه هم وڅېړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې مؤسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اړوند په سیمه ییزو او چټکو ټولګیو کې د ښوونکو په توګه د ګمارلو په موخه له ۱۱ تنو وړ نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.
سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست د محمد امین د هلکانو په لېسه کې، د یاد ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکو او معتمدینو ته د کتابتونونو او معتمدینو د ظرفیتونو د لوړولو تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سیمینار جوړ کړ.
د سوزمه قلعه ولسوالۍ پوهنې آمر وویل: په یاد سیمینار کې ګډون والو ته د منقولو او غیر منقولو توکو د ذخیره کولو څرنګوالی او یو شمېر نور اړین مسایل ور زده کړل شول.
