د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
نورستان
مرکز اړوند د عالي پلټنې د خپلواکې ادارې یو پلاوی، نورستان ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي تاج محمد مطمئن سره په لیدنه کې د خپل سفر موخه، د پوهنې ریاست د اداري او تدریسي فعالیتونو څېړل یاد کړل.
د نورستان پوهنې رئیس پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په یاده برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار او د یاد رياست د مسئولينو، مديرانو او کارکوونکو په ګډون، د پوهنې د درۍ کلن ملي پلان د مسودې په اړه يو ښوونیز سيمينار او د نظر غوښتلو غونډه جوړه شوه.
د یادې غونډې د پیلولو موخه د پوهنې وزارت په درۍ کلن ملي پلان کې د هېواد د پوهنې د وضعیت هر اړخیزه څېړنه وه.
همدارنګه:
د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ د مرکزي دفتر مسئول، د دایکنډي ولایت له پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار سره وکتل او د پوهنې زمینې د برابرولو په برخه کې یې د همغږۍ په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست او د ټولنې د همغږۍ او پراختیا مؤسسې ترمنځ د همغږۍ مشورتي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مشرتابه د دواړو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او له مسئولینو سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت د ولسوالیو له پوهنې آمرینو سره د لیدنې پر مهال، د درسي کیفیت د لاښه والي او د زده کوونکو لپاره د مناسبو تدریسي لارو چارو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
