له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، په یاد ولایت کې د افغان – ترک ښوونځیو له مشر احمد تکوور سره وکتل.
دغه راز نوموړي د افغان – ترک ښوونځيو د ښوونيزو خدمتونو له امله خوښي څرګنده کړه.
د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار پوهنې ریاست د عامې روغتیا مدیریت له لوري، د یاد ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو زده کوونکو ته د حفظ الصحې،د چاپېریال پاکوالي او د کولمو چنجیو ضد ګولیو د اهمیت په اړه د پوهاوي پروګرام په لاره واچول شو.
همدارنګه:
د ننګرهار ولايت پوهنې رياست د بدني روزنې آمريت، د یاد ولايت د ښوونځيو د سپورتي لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سيالۍ پيل او غوره لوبغاړي يې د جايزو او ستاينليکونو په ورکولو سره وهڅول.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت امنيې قوماندان، د ياد ولايت له پوهنې رياست سره په همغږۍ، د رخه لېسې د ٥٠٠ او د قابضان نجونو لېسې ١٥٠ زده کوونکو ته درسي مواد ووېشل.
د پوهنې رئیس د پنجشېر امنيې قوماندانۍ له مشرتابه څخه مننه او قدرداني وکړه.
