د پوهنې وزارت سرپرست هرات ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۲:۱۷
123

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، نن سهار په یوه رسمي سفر هرات ولایت ته ورسېد.
د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست وایي: هرات ولایت ته د پوهنې وزارت سرپرست د سفر موخه، د ښوونځیو، دیني مدارسو د ښوونیز وضعیت څېړل، د پوهنې مسئولینو د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو آورېدل، د علماوو شورا له غړو سره لیدنه او د وروستۍ زلزلې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندول دي.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي، په داسې حال کې چې د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر هم حضور درلود، د یاد ولایت له والي شیخ نوراحمد اسلام جار او مشرتابه سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د وروستیو څو زلزلو د رامنځته کېدو له امله چې پکې زموږ د زرګونو هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شوه، د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل. 
د یادې ناستې په دوام د پوهنې وزارت سرپرست، له والي سره د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د یو شمېر نورو مسایلو په اړه نظرونه تبادله کړل او د پوهنې د خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې د دوی د ملاتړ غوښتنه وکړه. 
ورپسې د هرات والي هم د خپلو خبرو په ترڅ کې، د پوهنې وزارت سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې د پوهنې وزارت د مشرتابه او مسئولینو د خواخوږۍ له امله مننه وکړه.
دغه راز د هرات والي د یاد وزارت کړنې د ستايلو وړ وبللې او د دغه ولايت د پوهنې رياست له پلانونو او پروګرامونو څخه يې د هرات ولايت د مشرتابه ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. 
د دغه سفر په لړ کې د پوهنې وزارت سرپرست د هرات له والي سره په ګډه د یاد ولایت د علماوو شورا له رئیس سره هم وکتل او د پوهنې، د دیني مدارسو د وضعیت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړل. 
په ورته مهال، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، د هرات د ولایت مقام د رهبرۍ او د هېواد د یو شمېر علماوو په شتون کې د ۱۱ میلیونه او ۳۲۹ زره ۹۷۰ افغانیو په ارزښت، د یاد وزارت نغدي مرسته، چې د هېواد د مرکز او ولایتونو د پوهنې رئیسانو، کارکوونکو، استادانو، ښوونکو او نورو کارکوونکو له لوري په داوطلبانه ډول د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره شوې وه، د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې له امله د زخمیانو او زیانمنو شویو کسانو لپاره د اسلامي او انساني احساس له مخې اړوندو مسئولینو ته وسپارله.
په پای کې د پوهنې وزارت له یادې مرستې څخه د مسئولینو او عامو خلکو له لوري ځانګړې ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS