له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
پنجشېر
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد رحیم ایوب پنجشېر ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس سره وکتل.
په یاده کتنه کې، دواړو لورو د پوهنې عمومي وضعیت د لاښه والي، په ښوونځیو او دیني مدارسو کې د تدریس د کیفیت پر لوړوالي او د یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او نظرونو تبادله کړل.
هرات
د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ مسئولینو، د هرات ولایت له والي مولانا نوراحمد اسلام جار او د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د وروستیو زلزلو له امله د وېجاړو شویو ښوونځیو لپاره د ۱۵۰ خېمو د برابرولو ژمنه وکړه.
د هرات والي او د پوهنې رئیس دواړو د یاد بنسټ له مرستو مننه او هرکلی وکړ.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ام المومنین عایشه بنت ابوبکر صدیق (رضي الله عنها) دیني مدرسې د ښځینه برخې د ۵۰ تنو فارغانو پر سر د فضیلت څادرونه په سر شول.
ويناوالو فارغانو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ورکولو پر مهال، د ټولنې او کورنيو په نظم کې د ښځو پر رول خبرې وکړې او هغوى ته يې د خپلو مسئوليتونو په اړه معلومات ورکړل.
پروان
د هېواد د ښوونیز او روزنیز وضعیت د تحلیل او ارزونې پربنسټ د پوهنې د ملي پلان د مسودې د بشپړولو غونډه، د پروان ولایت د پوهنې رئیس او مشرتابه په حضور کې د یاد ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په ناسته کې د پوهنې وزارت د پلان په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال د یاد پلان په اړه د ګډون والو تر منځ تفصیلي بحثونه تر سره شول.
کابل
د کابل ښار پوهنې ریاست د دعوت او ارشاد مسئولینو د یاد ریاست له کارکوونکو څخه دیني آزموینه واخیسته.
د پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني وايي، دغو کارکوونکو ته په ټولګي کې د قرآن کریم د تفسیر په برخه کې روزنه ورکړل شوې او اوس یې آزموینه په شفاف ډول واخیستل شوه.
