د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو د ګمارلو په موخه، د یوې ډله ییزې آزموینې په ترڅ کې له شاوخوا ۷۰ تنو ښځینه نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت، د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ د کارکوونکو لپاره د سواد زده کړې یو پروګرام جوړ کړ.
د سواد زده کړې آمر او د یاد ولايت امنيې قوماندان هر يو د اسلام له نظره د سواد په اهميت او ګټو خبرې وکړې.
په پای کې د سواد زده کوونکو ته د هغوی د هڅونې په موخه درسي مواد هم ووېشل شول.
نورستان
د نورستان ولایت پوهنې ریاست له لوري په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
نیمروز
د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د یاد رياست له آمرینو او مديرانو سره د ليدنې پر مهال پر یو لړ مهمو موضوعاتو لکه: په سيمه ييزو مدارسو کې د استادانو ګمارنه، د ښوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه له يوه خصوصي بانک سره هوکړه ليک په تړاو بحث او تفصیلي خبرې وکړې.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ياد ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه او د ښوونيز وضعيت او اداري چارو د لاښه والي په موخه يې لازمې مشورې او لارښوونې وکړې.
