په لغمان ولایت کې لس بابه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د لغمان ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې د اوبو رسولو د لسو شبکو د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د یاد ولایت والي، پوهنې مشرتابه، د کلیو پراختیا رئیس، دیني علماوو او مشرانو ګډون کړی و، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد وویل: یادې پروژې د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ د يوه مرستندويه بنسټ له لوري د څلوېښت ميليونه افغانيو په لګښت سره، مرکز مهترلام ښار، قرغیو او علینګار ولسوالیو په ښوونځیو کې پلې شوې.
د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد له یاد مرستندویه بنسټ څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه: په بشپړو شویو پروژو کې د اوبو ۱۰ څاګانې، د ۲۲۰ سولر تختو نصبول، د اوبو ۶ ذخیرې، ۱۲ غرفه یي تشنابونه، ۲۰ د لاسونو منیځلو ځایونه شامل دي، چې په دې سره د يادو ښوونځيو زرګونو زده کوونکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شوې.
بلخوا د پوهنې وزارت تخنيکي سلاکار قاري ډاکټر امرخېل له زده کوونکو وغوښتل، ترڅو د جوړو شويو پروژو ساتنې او پالنې ته زياته پاملرنه وکړي.
د ښوونځيو مسئولينو او د سيمې اوسېدونکو د اوبو رسولو شبکو په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې يادو پروژو ته به پاملرنه وکړي او په سمه توګه به ترې ګټه واخلي.
