د کابل ولایت د متشبث زده کوونکو د لاسي تولیداتو نندارتون جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۱:۲۴
sgfsd

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د خواجه مسافر عالي لېسې ادارې، د تشبث ښوونیزې او روزنیزې مؤسسې په همکارۍ، د متشبث زده کوونکو د تولیداتو نندارتون جوړ کړ.
په یاد نندارتون کې چې د خواجه مسافر عالي لېسې د زده کوونکو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي ؤ، پکې د پوهنې یو شمېر مسئولینو، متشبثینو او یو شمېر مسلکي کسانو برخه اخیستې وه.
د پغمان پوهنې ریاست مسئولینو د یاد پروګرام له تنظیم څخه د مننې تر څنګ، دغه نندارتون د ځوانانو د استعدادونو د ودې او د ټولنې د پر ځان بسیاینې لپاره یو ښه فرصت وباله.
د پغمان ولسوالۍ د خواجه مسافر عالي لېسې د آمر په وینا، د یادې لېسې زده کوونکي له تېرو څو کلونو راهیسې په خپل ځانګړي استعداد سره د چارچ بطرۍ، د چرګوړو  ایستلو ماشین، پاور بانک، برېښنایي جارو، واټرپمپ، برېښنایي سولر، د کالیو مینځلو ماشین، برېښنایي داشونه او نور مهم وسایل جوړ کړي دي، چې په ورځني ژوند کې د دوی د لوړ خلاقیت او نوښت ښکارندویي کوي.
په پای کې نوښتګر زده کوونکي د مسئولینو له لوري وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS