له ولايتونو څخه د ځینو لنډو خبرونو انعکاس

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۹:۲۸
123

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني د ياد ولایت مقر ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د دغه ولسوالۍ له ولسوال، د پوهنې له مسئولینو او علماوو سره د لیدنې پر مهال د ښوونې عمومي وضعیت وڅیړه. 
نوموړي د يادې ولسوالۍ د ښوونيز حالت د لاښه والي په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هلمند

د هلمند ولایت لښکرګاه ښار د عبدالصمد روحاني لېسې ادارې له زده کوونکو او ځايي خلکو څخه شاوخوا اته زره جلده اضافي کتابونه راټول او د ياد ولایت پوهنې ریاست ته یې وسپارل، څو نور زده کوونکي ترې ګټه واخلي.

 لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او د ياد رياست د انجنيرانو ټېم د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو د بیارغونې چارې چې د یونیسف مؤسسې په مالي مرسته ترسره کيږي، څارنه وکړه.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د ياد ولایت په مرکز جلال اباد زندان کې د سواد زده کړې د کورسونو له تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړي د سواد زده کړې طرز او د ښوونکو د تدریس طریقې وڅېړلې او د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

جوزجان

 د جوزجان، نیمروز او لوګر ولایتونو د پوهنې ریاستونو له لوري د پوهنې، عامې روغتیا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو د مسئولینو په ګډون په جلا جلا غونډو کې، د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه او په ورته مهال په يادو ولايتونو کې د کولمو چنجيو د له منځه وړلو کلنی کمپاین هم پیل شو. 
د يادو ولايتونو د عامې روغتيا او پوهنې رياستونو استازو د اسلام له نظره د پاکوالي په اړه خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، چې په کورونو او چاپېريال کې د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي په موخه پاکوالي ته لازمه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS