د پوهنې وزارت سرپرست د یاد وزارت له یو شمېر مرکزي ادارو څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۳:۴۲
بیل

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، د یاد وزارت له مسئولینو او کارکوونکو سره په شخصي توګه د لیدنې پر مهال، د اړوندو ادارو د ورسپارل شویو دندو د ارزونې، د هغوی د نظریاتو، وړاندیزونو او ستونزو د اورېدو په موخه، نن له غرمې مخکې  د اسلامي زده کړو معينيت له څانګو، د بشري سرچينو او اداري پراختيا له لوی ریاست، د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی ریاست څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست د یادو ادارو له مسئولینو او کارکوونکو سره د نیږدې کتنې په ترڅ کې، د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز نوموړي د یاد وزارت کارکوونکو ته، له مراجعینو سره د ښه چلند، په خپل وخت د کارونو د ترسره کولو او له بیت المال څخه د سمې استفادې کولو د سپارښتنو ترڅنګ، له هغوی څخه وغوښتل چې د هېواد او خلکو لپاره د واقعي خدمت کولو په لاره کې خپل ټول ځواک او مسلکي پوهې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست د لیدنې پر مهال د یاد وزارت د مسئولینو او د مشرتابه هڅې، چې لا هم د شته ستونزو او مشکلاتو په لټه کې دي، وستایلې او د پوهنې وزارت د مشرتابه د تصمیمونو په رڼا کې یې د خپلو کاري پلانونو د پلي کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS