د کابل او ولایتونو د پوهنې اړوند لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۹:۲۱
123

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د دیني مدارسو ۶۰ تنو مسئولینو او مهتممینو ته څلور ورځنی سیمینار جوړ او هغوی ته یې د تشکیل او کاري مېتودونو د چمتو کولو په برخو کې روزنه ورکړه.

تخار

د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر د یاد ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ذاکر عبدالشکور شهید او ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) لېسو د احاطوي دېوال له جوړېدو څخه لیدنه او څارنه وکړه. 
د دواړو ښوونځيو د احاطوي دېوالونو مالي لګښت یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست اداري غونډه د پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ د یاد ریاست د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د تطبیق شویو کړنو د ارزونې او د راتلونکو پلانونو پلي کېدو په اړه بحث وشو.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د جلال آباد ښار اړوند د نصرت عالي لېسې اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او ممتازو زده کوونکي یې د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل.

پکتیا

د پکتيا ولایت پوهنې رياست، د ښوونځیو او مدارسو د زده کوونکو ترمنځ علمي سيالۍ پيل کړې.
د یاد ریاست مسئولین وایي، چې د دغه سيالیو موخه، د زده کوونکو د پوهاوي کچې لوړول وو او لسو ګټونکو زده کوونکو ته جاېزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست د ۴ بابه کانټینونو لپاره د بیا داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي:
همدارنګه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې له تعلیمي ادارو سره نږدې ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې، د پنجشیر ولایت علم‌پروره اوسېدونکو لخوا په ټولیزه توګه ۳ مېلیونه۹۶۴ زره ۳۴۶ افغانۍ دیني مدارسو او ښوونځيو ته ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ازموینې له. . .

BACK TO NEWS