د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۹:۴۶
123

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت د قرغیو ولسوال مولوي نورالهادي صارم سعید سره وکتل او د پوهنې د پرمختګ او ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې وکړې. 
د قرغیو ولسوال ژمنه وکړه، چې د پوهنې رياست له پروګرامونو سره به همکاري کوي.

د یو بل خبر له مخې:

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او د یاد ریاست د انجنیرۍ ټېم د دغه ولایت په قرغیي ولسوالۍ کې د ښوونځیو د حفظ الصحې د ۶ پروژو د جوړولو چارې چې د یونیسف ادارې له لوري د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت تمویل او تر کار لاندې دي، څارنه وکړه. 
نوموړي د لاسلیک شوي تړون له مخې د کار په لوړ کیفیت او دوام ټینګار وکړ.

سمنګان

د سمنګان ولايت پوهنې رياست کاري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس په مشرۍ او د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو د مسئولينو په ګډون جوړه شوه. 
د سمنګان پوهنې رئیس د يادو ادارو له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ له هغوى وغوښتل، چې د پوهنې رياست سره په همغږۍ او د کړنلارې له مخې خپلې چارې پرمخ يوسي.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس له خپل يو پلاوي سره د یاد ولايت شتل ولسوالۍ د ذاکر ګلاب الدين شهيد ليسې، د نجونو ليسې او ديني مدرسې څخه ليدنه وکړه. نوموړي په یادو لیدنو کې د زده کوونکو اداري، تدریسي او ښوونیز اسناد وڅېړل.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د یاد ولايت شواک، وزي ځدراڼ او ګرده څېړۍ ولسواليو ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې، د يو شمېر ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه او مسئولينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې. 
نوموړي د ښوونیز وضعیت د لاښه والي په موخه اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS