د ښوونکي نړۍ والې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست پیغام
وياړم چې له خپل لوري او د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت د مشرتابه په استازيتوب، د ښوونکي نړۍ والې ورځې په مناسبت د هېواد ټولو قدرمنو استادانو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې لارویانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم او د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په سپېڅلې لاره کې د استادانو، ښوونکو او مدرسینو د پرله پسې هڅو، سرښندنو او ارزښتناکو خدمتونو مننه او قدرداني کوم.
بې له شکه چې د بشري ټولنې علوم او تجربې له یو نسل څخه بل نسل ته او له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د پرمختیا په بهیر کې لېږدول شوې او نړۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره د علومو په بېلابېلو برخو کې د حیرانوونکو نوښتونو شاهده ده، چې د خلکو په منځ کې د علم او پوهې چټکه وده یوازې د ښوونکو او استادانو له لارې ممکنه ده.
نو په حقیقت کې د انساني تمدن اصلي بنسټ اېښودونکي او د ترقي د کاروان مخکښان همدا ښوونکي وو او په همدې لاره کې زموږ ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: «إنَّما بُعِثْتُ مُعَلِّمًا» (رواه ابن ماجه) یعنې له شک پرته زه ښوونکی رالېږل شوی یم.
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) د خپل ګټور ژوند په ټولو پړاوونو کې وتوانېد، تر څو په ټولنه کې له بدیو او منکراتو څخه انسانان منع او هغوی صراط المستقيم ته رهبري کړي.
همدارنګه زمونږ قدرمن ښوونکي او استادان له ستونزو سره سره توانېدلي، ترڅو د هېواد د راتلونکو نسلونو د هوساینې لپاره خپله سپېڅلې دنده په اخلاص او صداقت ترسره کړي.
له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د کابل له فتحې وروسته، په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې ټغر ټول، د افغانانو تر منځ د سولې، ورورګلوي او امن فضاء حاکمه او د هېواد بچیانو ته د پخوا په پرتله د ښوونې او روزنې لپاره زمینه مساعده شوې ده.
د پوهنې وزارت ژمن دی، تر څو د خپلو ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په رڼا کې د افغانستان په ټولو سیمو کې خپلو هېوادوالو ته د دیني او عصري علومو په برخه کې د ښو او متوازنو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت په پام کې لري، تر څو د ښوونکو له حقونو څخه د امکان تر حده دفاع وکړي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دوی د ژوندانه د لاښه والي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په پای کې یو ځل بیا د ښوونکي د نړيوالي ورځې په مناسبت د افغانستان ټول غیور ملت او په ځانګړې توګه د هېواد قدرمنو ښوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او د الله تعالی له دربار څخه ورته د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په لاره کې د لا زیاتو بریاوو هیله کوم.
والسلام
الحاج مولوي حبيب الله آغا
د پوهنې وزارت سرپرست
