په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۱۵
123

د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د ګدا محمد خان د منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د ياد ولایت د یوه ملي سوداګر خواجه عبدالله په شخصي لګښت جوړه او د پوهنې ریاست مشرتابه، ديني علماوو او د سيمي خلکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ياد ښوونځي ودانۍ د ۳ميليونه افغانيو په لګښت سره په دوه جرېبه ځمکه کې چې ۹ درسي ټولګي، یوه اداري خونه له اړينو ملحقاتو سره لري، د شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو ظرفیت لري. 
د تخار پوهنې رئيس او نورو ويناوالو د هېواد د ياد ملي سوداګر د هېوادپالنې له احساس څخه مننه او قدرداني وکړه او د پوهنې د بنسټونو جوړول يې د صدقه جاریه کارونو څخه وبلل.
 دغه راز نوموړي د ياد ښوونځي پر ساتنې د ټينګار تر څنګ، له ځايي اوسېدونکو وغوښتل، چې خپلو ماشومانو ته د ​​ښوونې او روزنې په لاره کې لازمې لارښوونې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS