د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې د UNHCR دفتر د ختیځ زون مشر الماس قزاقستاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې د يادې ادارې استازو له پوهنې رئيس سره د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د ښوونځيو د فعاليتونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د يادو ښوونځيو د ستونزو د حل په موخه، هوکړې ته ورسېدل.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د مخزن العلوم، دارالعلوم حقانيه، حاجي لعل محمد اکا د مدارسو او هاشم سرواني ښوونځي د بيارغاونې له چارو څخه ليدنه وکړه او له اړوند قراردادي شرکت څخه يې وغوښتل، چې چارې د ترسره شوي قرارداد له مخې پلې کړي.
د یاد سفر په ترڅ کې د هلمند پوهنې رئیس د سنګین ولسوالۍ اړوند دارالاېتام اداري او تدریسي چارې هم وارزولې.
پکتیا
د افغان پراختیایي مؤسسه، د پکتیا ولایت په احمدآبا ولسوالۍ کې څلور ښوونځي بیاځلې رغوي.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د دغه ادارې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، له نورو خيريه بنسټونو هم وغوښتل، چې له پوهنې نظام سره ورته همکاريو ته دوام ورکړي.
د یو بل خبر له مخې:
د پکتيا ولايت د خاني خېلو ولسوالۍ پوهنې آمر د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو او ديني مدارسو له مسئولينو سره د ليدنې پر مهال، د پوهنې وضعيت د لاښه والي په اړه خبرې وکړې او هغوی ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
سمنګان
د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني په مشرۍ، د ۳۸ قلمه اداري توکو د داوطلبۍ غونډه، د یاد ولایت د مقام استازو، مستوفیت او د وړ شرکتونو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
