له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست تر څارنې لاندې، د پوهنې ملاتړو بنسټونو د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې، د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو شاوخوا ۳۰۰ پروژې له بهرنیو مؤسسو څخه کورنیو مؤسسو ته وسپارلې.
د غزني پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني پر داخلي ادارو غږ وکړ چې ورسپارل شوي مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د یوې اجتماعي آزموینې په ترڅ کې، له ۱۴۶ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
په پام کې ده هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي د یاد ریاست په بېلابېلو څانګو کې به په دندو وګمارل شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې پروسه کې ۴۰ تنه ښځې هم شاملې وې.
کابل
د کابل ښار پوهنې ریاست د لیدلوري په پایله کې احمدګل حیدري د پنځمې ناحیې د پوهنې آمر په توګه وټاکل شو او د یاد ریاست مشرتابه له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.
سرپل
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، سرپل ولایت ته سفر وکړ او د یاد ریاست له مشرتابه سره یې په لیدنه کې د خپل سفر موخه د پوهنې ریاست او ولسوالیو د مرکزي څانګو له فعالیتونو څخه څارنه وبلله.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ د پوهنې آمريت له ۴۷ تنو په شرايطو برابرو کسانو څخه رقابتي آزموينه واخيسته.
په پام کې ده چې د یادې پروسې بریالي نوماندان به د پوهنې ریاستونو په ادارو کې په دندو وګمارل شي.
