د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ و لمانځل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۴۲
123

د بشریت د ستر لارښود او د اسلام د خوږ پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ د یو لړ هغو شانداره مراسمو کې، چې پکې د کابل ښار پوهنې رئیس، د څلومې ښوونیزې ناحیې آمر، د دولتي او خصوصي ښوونځیو یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود؛ د محمدعلم فيض زاد په عالي لېسه کې ولمانځل شوه.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي عبدالباسط حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ستر شخصیت په اړه خبرې وکړې.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست په استازيتوب مولوي سيد محمد اصف دلاور د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ژوند لیک او سيرت مبارک د غونډې ګډون والو ته ولوست.
د غونډې په دوام د کابل ښار د څلورمې ښوونیزې ناحیې آمر مفتي امان الله حقاني هم د موضوع په اړه وینا وکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو او ستر شخصیت په اړه یې د خبرو ترڅنګ، د غونډې له ټولو ګډون والو په ځانګړي ډول د محمدعلم فيض زاد عالي لېسې له اداري پرسونل څخه د یادې پرتمینې غونډې د جوړېدو له امله مننه او قدرداني وکړه.
همدارنګه د یادو مراسم په ترڅ کې یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو خپلې چمتو کړې ترانې، نعتونه او مقالې ګډون والو ته ولوستلې چې د حاضرینو له لوري یې تود هرکلی وشو.
غونډه د افغانستان د پوهنې د پرمختګ او سوکالۍ په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS