د پوهنې وزارت سرپرست سرپل ولایت ته په یوه رسي سفر ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۱۴
sdfyg

د هېواد شمالي ولایتونو ته د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي د سفرونو په دوام، دا مهال یاد پلاوی د سرپل ولایت پوهنې ریاست د چارو د څېړنې په موخه هغه ولایت ته سفر وکړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي، په هغه لویه غونډه کې ګډون وکړ؛ چې پکې د سرپل د پوهنې مسئولینو، علماوو، استادانو او د ښوونځیو او مدارسو زده کوونکو شتون درلود. 
یاد مراسم د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې وزارت مشرتابه ته یې په یاد ولایت کې د ترسره شویو پرمختګونو او د پوهنې پر وړاندې د شته ننګونو په اړه هر اړخیز راپور وړاندې کړ. 
په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ریاست د کړنو د ستاینې په ترڅ کې، په ښوونځیو او مدارسو کې د باکیفیته زده کړو پر دوام ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د ښوونځیو او مدارسو ترمنځ واټن له منځه یوسي، د دیني او عصري علومو د پیاوړتیا لپاره د یوه جامع او ځواب ویونکي ښوونیز نصاب جوړولو ته باید جدي پاملرنه وشي.
ورپسې د غونډې یو شمېر ګډون والو د نورو په استازیتوب د پوهنې وزارت له پلانونو او کړنلارو څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې ، دوی خپل نظریات او ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS