د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري په جوزجان ولایت کې د یوې لېسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۵:۱۵
cgf

په هغو مراسمو کې چې د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، علماوو،استادانو او زده کوونکو هم حضور درلود، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري د جوزجان ولایت آقچې ولسوالۍ د آقچه نمای کلي د عالي لېسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه.                    د پوهنې رئیس یاد ولایت ته د پوهنې وزارت سرپرست ورتګ یو نېک ګام وباله او د پوهنې ریاست د کړنو په اړه یې ورغلي پلاوي ته د یاد ریاست کاري راپور وړاندې کړ.
د يادونې ده، چې د يادې ولسوالۍ د آقچه نمای کلي د عالي لېسې ودانۍ په دوه نيم جرېبه ځمکه کې د دوه سوه زره امريکايي ډالره لګښت سره، په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې د اړینو ملحقاتو سربېره ٣٢ درسي خونې لري او په دوو وختونو کې د ١٥٠٠ زده کوونکو ظرفيت لري.
د پوهنې وزارت سرپرست د یادې لېسې د نوې ودانۍ پرانیستنه یو نېک ګام وباله او د پوهنې وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه یې ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل.
د يادونې وړ ده، چې په روانه اوونۍ کې د یاد ولایت اړوند د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ چارې پیل او د يوه بل ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS