له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۵۶
123

بامیان

د باميانو ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي او ورسره مل پلاوي د ياد ولايت مرکز اړوند د نارينه وو عالي لېسې له تدريسي او اداري څانګو څخه څارنه وکړه.

لغمان

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د علي خېلو لېسې اداري او ښوونيز فعاليتونه وڅارل او له مسئولينو يې وغوښتل، چې د هېواد د ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د یو بل خبر له مخې:

د لغمان ولايت پوهنې رئيس د يادې ادارې له څانګو څخه څارنه وکړه او له مراجعينو سره يې د ښه چلند غوښتنه وکړه.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د ياد ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د جامعه عمريه  مدرسې او د حضرت علي (رضي الله عنه) دارالاېتام اداري فعاليتونو وڅېړل او په دې اړه يې اړوندو مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د يو بل خبر له مخې:

 د کاپيسا ولايت حصه اول ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عزيزالرحمن رحماني په ګډون د بي بي حليمه سعديه(رصي الله عنها) ښځينه وو دارالفاظ د يادې ولسوالۍ په افتابچي کلي کې د سيمې د خلکو په ګډون پرانيستل شو.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS